ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران خارجه وزیر د دې خبرې په کولو سره چی ایران او پاکستان د افغانستان د ګاونډیانو په توګه د دغه هیواد د وضعیت له پایلو زیات اغیز زغمی د افغانستان د دوامداره سولې په اړه د تهران او اسلام اباد همفکری ضروری وبلله .
امیرعبداللهیان نن له خپل پاکستانی همڅنګ شاه محمود قریشی سره کتنه او د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې .
امیرعبداللهیان په دغه کتنه کې د افغانستان د خلکو له وضعیت او د دغه هیوادله سیاسی حالاتو د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کې دغه نامطلوب وضعیت د افغانستان په وړاندې د امریکا د غیرمسولانه اقداماتو او لاس وهنو نتیجه وبلل ه .
د پاکستان خارجه وزیر هم د افغانستان په مرسته کې د ګاونډیانو د رول په مهم بللو سره په دې اړه د ایران له نوښتونو او هلوځلو قدرونه وکړه .
د ایران خارجه وزیر خپل پاکستانی همڅنګ ته په تهران کې د افغانستان د ګاونډیانو د خارجه وزیرانو په راتلونکی غونډې کې د ګډون بلنه ورکړه