ایکنا خبري آژانس راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود وفرمائيل، د ایرانیو میرمنو لوبغاړو ستر او حجاب ، د اسلامی هیوادونو ښځينه ورزشکارانو لپاره هم لاره هواره کړې ده ، داسې چې اوس دڅه دپاسه لسو اسلامی هیوادونو ورزشکارې میرمنې د ستر او حجاب په رعایتولو سره په سپورټي ډګرونو کې شتون پيدا کوي
د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن سهار دټوکیو د اولمپیک او پاراالمپيک لوبو دمیډالونو ګټونکو لوبغاړو سره په کتنې کې ، د ایران د اتلانو په صمیمانه قدرونې سره وفرمائیل ؛ په نړیوالو ډګرونو کې دهیواد تر ټولو ویاړمنو لوبغاړو خورا مهم پیغام ، د نه ظاهریدونکو کارونو تحقق او ځوانانو او ټولنې ته د مقاومت ، امید او تاندوالی پيغام دی .
حضرت آ يت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دغې کتنې کې دنړۍ په سپورټ کې د ناسالمو میډال راوړونکو او اتلانو بیلګو ته په اشارې سره زیاته کړې ، پر بې انصافیو، بډو رشوتونو ،له سیاسی نفوذ او طاقت ورکونکو موادو څخه پر استفادې سربیره ، د وطن او ځان خرڅونې پّ وسیله د میډال ګټل هم د ناسالمې اتلوالۍ ځيني نمونې دي .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د اتلوالۍ تر څنګ د انساني ، دیني او معنوي ارزښتونو ځلا ډيره ارزښتمنه بللې او دغه راز ئې په اولمپیک او پاراالمپیک سیالیو کې ددغو موردونو بیلګو ته په اشارې سره وفرمائیل ؛ په دغو سیالیو کې ایرانیو ورزشکارو میرمنو ثابته کړه چې اسلامی حجاب د ورزش په ډګر کې دځلیدا خنډ نه دي ، هماغه ډول چې داموضوع ئې د سیاست او علم او مدیریّت په ډګرونو کې هم ثابته کړې ده .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود ووئیل ، د ایرانیو میرمنو لوبغاړو ستر او حجاب ، د اسلامی هیوادونو ښځينه ورزشکارانو لپاره هم لاره هواره کړې ده ، داسې چې اوس دڅه دپاسه لسو اسلامی هیوادونو ورزشکارې میرمنې د ستر او حجاب په رعایتولو سره په سپورټي ډګرونو کې شتون پيدا کوي .
حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي په سپورټي ډګرونو کې د صهیونیسټ جنایتکارو رژيم د په رسمیّت پيژندنې موضوع یوه ډيره مهمه موضوع وبلله او وې فرمائیل ؛،تورزړي ،نسل وژونکي او ناروا صهیونیسټي رژيم هڅه کوي ، په نړیوالو سپورټي ډګرونو کې په شتون سره دځان لپاره رواوالی ترلاسه کړي او نړیوال مستکبران هم ورسره مرسته کوي ، خو سپورټي مسئولان او لوبغاړي باید په دې حوزې کې هیڅکله هم منفعل نه شي
https://iqna.ir/fa/news/3998127/