ایکناخبری آژانس د سان ډ یلی له قوله راپور راکړ،د تایوان د تجارت دپراختیا شورا (TAITRA) له خوا د تایوان د حلالو لومړنۍ اونۍ دستمبر په څوارلسمه نیټه پرانیستل شوه .
دغه اونۍ تر درو ورځو لپاره په ویډیوئي بڼه وه، چې د حلالو محصولاتو د آنلاین نمایش ، دآنلاین کارکسبونو او دحلال صنعت په باب د یوه نړیوال ویبینار پشمول دفعالیتونو په ټولګې سره، په تایوان کې د مسلمانانو دمینه والو چاپیریالنو دمعرفی کولو او دځاي شرکتونو د تبلیغ په موخې سره ترسره شو .
د تایوان دحلالو آنلاین اونۍ د حلال صنعت دنړیوال ویبینار او په ژوندئ بڼه په پرانیستونکو دستورو سره پیل شوې ده . په دغې درې ورځنۍ مجازي دستورو کې ، د تایوان دحلالو محصولاتو څه دپاسه شپیتو وړاندې کونکو ، خپل تولیدات په آنلاین بڼه وړاندې کړل . دغه پروګرام ،د انډونیشیا، ملایشیا، فیلیپین ، متحده عربی اماراتو، ترکیې او ځینو نورو افریقائي هیوادونو په څير له یو شمیر هیوادونو د څه دپاسه څلور سوه کارکسبونو پام ځان ته جلب کړ. همداراز په آنلاین بڼه دتجارتي چارو په باب څه ډپاسه پنځوس غونډې پلان شوې وې .
د ۲۰۱۷کال په اپریل کې حکومت TAITRA ادارې ته دنده وسپارله څو د تایوان د حلالو مرکز پرانیزي او د تایوان د حلالو صنعت له دودیدا سره مرسته وکړ ي. چې دغې چارې له ډیرو هلوځلو وروسته د مسلمانو سیلانیانو یوه خوښ مقصد په توګه دتایوان څيره دترټولو ښه حده پورې ورسوله .