IQNA

  په کابل کې افغان ښځو بیا لاریون وکړ

17:46 - September 19, 2021
د خبر لمبر: 3484657
تهران (ایکنا) – د افغانستان په کابل کې لسګونو ښځو نن بیا د یوه لاریون پرمهال د طالبانو له اسلامي امارته خپلې غوښتنې په ډاګه کړې.

ایکناخبری آژانس  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د افغانستان په کابل کې لاریون کونکو میرمنو چغې پورته کولې چې  د ښځو چارو وزارت دې بیرته فعال او دغه راز دې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شي

لاریونوالو له طالبانو وغوښتل چې حقونه یې تامین او په نظام او سیاسي مشارکت کې د ښځو له حق خوړلو لاس واخلی.

طالبانو د ننني لاریون او رسنیو له لاریونوالو سره د دوی د چلند د څرنګوالي په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

مخکې له ورته لاریونوالو سره د طالبانو د ناوړه چلند خبرونه خپریدل.

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون یوه غړي قاري سعید وویل، چې دوی د نجونو زده کړې منع کړي نه دي بلکې د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره ورته لاس په کار شوي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i105838

captcha