IQNA

د استمار په ضد شعارلیکونکی دکعبې په پردې نقاشي جوړونکی شو

20:42 - September 20, 2021
د خبر لمبر: 3484658
 تهران (ایکنا) – په خضیر البورسعیدي مشهور مسعد خضیر  یو مصری ماهر خطاط دی چې د خداي  د کور پر پرّدې  او د قرآن کریم پر کتابت  دخوشنویسۍ په دلیل په اوسمهال  دنیا کې  له ډير شهرته برخمن دی .

ایکناخبری آژانس د صدی البلد له قوله راپور راکړ، مسعد خضیر په ۱۹۴۷کال کې د مصر په پورټ سعید  ښار کې زیږیدلی  او  له ماشوموالي څخه  له هغو سختو شرائطو سره سره چې  په دغه هیواد کې د انګریز استعمار  په دلیل رامینځةشوي وو،وده وکړه  او لومړنی کس ؤ چې  په هغه وخت کې د انګریز استعمار په شد شعارونه ئې  د واټونو  په شاوخوا دیوالونو  باندې  په ګچو سره لیکنې کولې او دملی مقاومت روحیه، ، دعربۍ  دخوشخط له هنر سره  دهغه د دلچسپۍ  پیل ؤ .

مسعد خضیر  چې په پورټ سعید ښار کې د هغه  د زیږیدا په دلیل  په خضیر البور سعیدي مشهور شوی  ،  په اوسمهال پړاؤ کې  دعربئ ژبې یو مخکښ خوشنویسبدل شوی چې  دمصر د خوشنویسانو دشیخ لقب ئې هم ګټلی دی . 

 دمصر دغه خوشنویس په ۱۹۹۵کال کې دعربی دکوفی خط  جایزه هم ګټلې او په ۱۹۹۶کال کې ئې  هم د کویت د کاظمیه   نړیوالې جشنوارې د سروزرو میډال  هم ترلاسه کړ. په همدې کال کې همداراز په چین کې د اسلامی هنر جایزه هم ګټلې او په ۲۰۱۴کال کې  د شارجه دحاکم له خوا  ئې قدرونه اوستاینه وشوه . 

https://iqna.ir/fa/news/3998453  

captcha