IQNA

د حسینی عاشورا غورځنګ د اسلامی امت د یووالي او  اتحاد لپاره یوه بیلګه ده

تهران (ایکنا) -  دپاکستان یوه تکړه دینی عالم او د مذهبی چارو یو ه کارپوه حجةالاسلام والمسلمین  ثواب علی حیدري  د حسني عاشورا غورځنګ د اسلامی  نړۍ د یووالي او  یو موټي کیدا جارچي بللی او وئيلي ئې دي ،اسلامي امت  نن سبا د حسینی  عاشورا دغورځنګ  په هلوځلو سره خپلو اصلي موخو ته رسیدلی شي .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ ، د پاکستان یوه تکړه دیني عالم او دمذهبی چارو  یوه کارپوه  حجةالاسلام  علامه ثواب علی حیدري  زمونږ خبریال سره په خصوصي  خبرو کې  چې د حسینی اربعین  په مناسبت شوي ، ووئیل ، دحسینی اربعین په نړیوال غورځنګ کې د میلیوني مسلمانانو شتون ددې  خبرې تائيد دی چې  حسیني عاشورا  غورځنګ اسلامی امت ژوندی کړی او  د سوچه محمدي اسلام  پیروۍ ته ئې بللی دی . هغه وئیلي ، که اسلامی امت  او د اسلامی هیوادونو  مشران د  اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) دګران لمسي حضرت امام حسین علیه السلام  او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو  دحماسی غورځنګ  موخې تعقیب کړي ، نو داسې هیڅ خبره نشته چې  دوي  سره   اتحاد او یو موټی نشي ،  د اسلامی هیوادونو یوځای نه کیدل ددې تائيد دی چې  له بده مرغه زیاتره اسلامی هیوادونو او مشرانو ئې  د سوچه محمدي  اسلام  له حقیقي لارې سرغړونه کړې ده او د حضرت امام حسین  علیه  السلام هل من الناصر ینصرنا چغې ته ئې تر دې دمه لبیک نه دي وئیلي چې همدا چاره د اسلامی  نړۍ د تیت پرکوالي لامل شوې ده .

دحجةالاسلام والمسلمین علامه ثواب علی حیدری بشپړ مرکه چې د  حسیني غورځنګ  او د اسلامی امت دیووالي او اتحاد زمینې په باب ورسره  شوې ده ، ستاسو  خدمت ته وړاندې کوو .