IQNA

له ګاونډیو هیوادونو سره په مشورې سره به د طالبانود پيژندنې فیصله وکړو

6:54 - September 22, 2021
د خبر لمبر: 3484672
تهران (ایکنا) - د پاکستان لومړي وزیر په دغې مرکې کې  ووئیل ، که په افغانستان کې  ټول شموله حکومت جوړ نشي ، نو  ممکنه ده په دغه هیواد کې داخلی جنګونه پورته شی  او باید افغانستان د ترهه ګرو د پټنځاي په توګه  ونه کارول شي .

ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، دپاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون ناوخته  له بی بی سی خبری چینل سره په خصوصي مرکې کې  ووئیل پاکسان په ځان له سرد طالبانو د حکومت دتسلیمولو فیصله نه کوي ،بلکې له ګاونډیو هیوادونوسره له سلامشورو وروسته  به په ګډه سره فیصله وکړي .  

 د پاکستان لومړي وزیر په دغې مرکې کې  ووئیل ، که په افغانستان کې  ټول شموله حکومت جوړ نشي ، نو  ممکنه ده په دغه هیواد کې داخلی جنګونه پورته شی  او باید افغانستان د ترهه ګرو د پټنځاي په توګه  ونه کارول شي چې دا د پاکستان لپاره هم خطره کیدلی شي .

دپاکستان لومړي وزیر پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې  طالبانو ته دې لازیات وخت ورکړي او د دوي په اړه دومره زر څه وئیل وارمخکې دي 

عمران خان زیاته کړې ده پاکستان د طالبانو دحکومت په له رسمیّت پيژندنې مخکې له خپلو ټولو ګاونډیو هیوادونو سره مشورې کوي او ګوري چې په دې اړه د ګاونډیانو راي څه دی نو له هغې وروسته به په دې اړه ډله ایزه فیصله وکړي ، چې دا هم د افغانستان،هم دسیمې او هم د درستې نړۍ لپاره غوره فیصله کیدلی شي .هغه په عین حال کې یو ځل بیا ووئیل که په افغانستان کې طالبان  په حکومت کې درستې ډلې ټپلې  اوقومونه شامل نه کړي،نو د داخلی جنګ د پیلیدا احتمال ئې ډير زیات دی او باید طالبان ترهه ګرو او شرغواړو ته په افغانستان کې نور د پټيدا او فعالیتونو اجازت ورنکړي چې دا دپاکستان پشمول د درستو ګاونډیانو او نړۍ لپاره جدي ګواښ کیدلی شي.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i105944 

captcha