IQNA

طالبانو له تیریګرو هیوادونو د جنګي ګرمې  د ورکولوغوښتنه وکړه

16:53 - September 25, 2021
د خبر لمبر: 3484686
تهران (ایکنا) - طالبانو ډله د امریکا په مشرۍ په افغانستان باندې له حمله کونکو څخه د ګرمې د اخیستلو هڅه کوي .

ایکناخبري آژانس  دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ د طالبانو ډلې لوړپوړو مسئولانو وئيلي دي ،  ډیر زر به  د افغانستان په جنګ کښې له ښکیلوتیریګرو هیوادونو وغواړي چې دغه هیواد ته جنګي ګرمه ورکړي .

په دې زمینه کښې د انګلستان دفاع وزارت څه موده مخکې  ویلي، هغو کورنیو ته به چې په افغانستان کښې یې د برتیانیا د پوځ په هوايي حملو کښې خپلوان وژل شوي دي ګرمه ورکړي .

طالبانو ډلې هم د انګلستان د دفاع وزارت د دغه اقدام په هرکلي سره وویل مونږ په تیرو څلویښتو  کلونو کښې په افغانستان کښې د  بهرنیو تیریګرو عسکرو په هوايي حملو کښې د وژل شویو کسانو فهرست لرو .

د افغانستان په جنګ کښې له ښکلیو هیوادونو د جنګي ګرمې د ترلاسه کولو د غوښتنې په مطرح کیدا سره هغو کورنیو چې غړي یې په تیره میاشت کښې په کابل کښې د امریکا په هوايي حملې کښې وژل شوي وو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دوې ته د ځاني او د مالي رسیدلیو تاوانونو په هکله ځواب  ووايي .

په کابل کښې په تیره میاشت کښې په یوه(۱) کور باندې د امریکا په هوايي حملې کښې د اوو (۷) ماشومانو په شمول لس (۱۰) ملګي وګړي وژل شوي و .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106088

captcha