ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ د افغانستان ملت ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بشر دوستانه مرستو دوهم (۲) پیټی استول شوی دی چې پکښې د وړو ، غوړیو او د وريژو په شمول کابو دوه ویشت (۲۲) ټنه خوراکي مواد شامل دي او دغه پیټی نن د ایران د ماهان هوايي شرکت په یوې (۱) الوتکې کښې د کابل هوايي ډګر ته رسیدلی دی .
له دې مخکې هم د افغانستان د ملت لپاره د ایران د بشر دوستانه مرستو لومړی(۱) پیټی چې خوراکي او طبي مواد پکښې بار وو کابل ته استول شوی و .
په افغانستان کښې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ټینګار کړی دی چې هماغه راز د افغانستان د ملت په څنګ کښې ولاړ دی او په افغانستان کښې به د ټولشموله حکومت د جوړیدا لپاره له هیڅ مرستې ډډه ونکړي .