ایکنا خبري آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ ، قطر داسې ډیر مهم ټاریخي اثار لری چې ددغه هیواد د کلتوری او تاریخی میراث ښودنه کوي او دا د اسلامي او نړیوال میراث په لیسټ کې راولی .
له دې امله د اسلامی کلتور ,علومو او زده کړې نړیوالې موسیسې آیسسکو ددغه هیواد درې لرغوني آثار د خپل اسلامی میراث په لیسټ کې ثبت کړی دي .په دغو درو ثبت شوو آثارو کې د الرکیبات کلا،د بیت الخلفي او برهان برجونه شامل دي .
الرکیبات د قطر يوه صحرائي او تاریخي کلا ده چې ددغه هیواد په شمال لویدیځ کې واقع ده او په نولسمې پیړۍ کې له الرکیبه کلي سره نزدې او د سیمې د آبی سرچینو د ساتنې د ملاتړ په خاطر جوړه شوي ده.خو برزان او بیت الخلفی برجونه په ام صلال محمد سیمې کې او د درو د ساتنې لپاره جوړ شوي دي .په دغو برجونو کې د باران اوبه غونډیږی او پر هغو کشتیو ئې چې ددغې سيمې په لور ورټلې هم څارنه کوله .له دغو برجونو دغه راز د قمري تاریخ د مشخص کونې لپاره د ترویتون په توګه هم استفاډه کیدله.