IQNA

د حسینی اربعین  پرتمینې دستورې په درستې نړۍ کې ترسره کیږي

21:49 - September 27, 2021
د خبر لمبر: 3484695
 تهران (ایکنا) -هغه حسینی مینه وال چې  په کربلا کې  د حسیني  څلویښتۍ یا اربعین په پلي لاریون کې له ګډونه پاتې شوي دي ،  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ئې  دخپنې  مینې نندارې ته د وړاندې کولو لپاره  ځاي مقدسو ځایونو ته پلي لاریونونه پيل کړي دي  او د اربعین ورځې تر وروستیو پورې به دغه لاریونونه جاري وي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،  باؤري  خبري سرچینې وائي  دعراق په کربلا معلی کې د  حسیني اربعین د دستورو  دترسره کولو لپاره   تر دې دمه کابو څوارلس میلیون حسیني زیارتوال  رسیدلي دي او دغه بهیر هماغه راز روان دی .  داهم وئیل شوي چې  د نجف اشرف اشرف  ځاي چارواکو  پر نورو هیوادونو غږ کړی ، چې  دنجف اشرف په هوائي ډګر کې نور د  مسافری الوتکو دکوځیدو ظرفیّت نشته نو په دې خاطر دې د نجف  په لور   الوتونو ته اجازت نه ورکوي .

 هغه حسینی مینه وال چې  په کربلا کې  د حسیني  څلویښتۍ یا اربعین په پلي لاریون کې له ګډونه پاتې شوي دي ،  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ئې  دخپنې  مینې نندارې ته د وړاندې کولو لپاره  ځاي مقدسو ځایونو ته پلي لاریونونه پيل کړي دي  او د اربعین ورځې تر وروستیو پورې به دغه لاریونونه جاري وي . د ایران په مشهد ،قم او تهران  او نورو ډيرو ښارونو کې د لسګونو  زره  حسینی عزادارو له خوا په خودجوشه ډول  دغه لاریونونه دوام لري  .

دغه دستورې  په تهران کې پر نورو ځایونو سربیره د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  د ویډیوئی لینک له لارې په شتون سره هماغه راز روانې دي  اوتر ماښام پورې په دوام ولري .

د ایکناخبري آژانس  درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو او په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی .

https://parstoday.com/ps/news/world-i106168 

captcha