IQNA

په افغانستان  کې حسینی اربعین په پرتم سره  ترسره شو

تهران (ایکنا) -د نړۍ په نورو ډیرو  هیوادونو کې هم دغه شان دستورې ترسره کیږي او  د حسیني اربعین  پلی لاریون په یوه نړیوال لاریون بدل شوی او درستې  نړۍ ته دحسینی غورځنګ  حماسی پیغام رسوي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د افغانستان شیعیانو او د امام حسین مینه والو  نن سهار دکابل ښار له مختلفو سیمو  د حسینی اربعین د پلي لاریون په مناسبت  په ډ لو ډلو کې  په لاریون کې ګډون وکړ او ددغه ښار  په مرادخاني کوڅې کې د حضرت ابوالفضل العباس  زیارت په جومات کې په شتون سره ئې دغه ولولناکې دستورې ترسره کړې .

 مرادخانی کوڅه په محرم او صفرې میاشتو کې  دکابل دخلکو د سینه زنۍ  او روضه خوانۍ  ددستو د غونډیدا  ځاي دی .

 وئيل کیږي د افغانستان په ځينو نورو ښارونو کې  هم دغه شان دستورې ترسره شوي دي .

په یوه بل راپور کې وئيل شوي دي د پاکستان په مختلفو  ښارونو کې هم د حسینی اربعین  په مناسبت له پرونه  دغه پلي لاریونونه  پیل شوي او هماغه راز دوام لري او وئيل کیږي ، چې  د اربعین تر ورځې پورې چې په پاکستان کې سبا لمانځل کیږي ودغه پلی لاریونونه به دوام وکړي .

راپورونه ښئ  چې د نړۍ په نورو ډیرو  هیوادونو کې هم دغه شان دستورې ترسره کیږي او  د حسیني اربعین  پلی لاریون په یوه نړیوال لاریون بدل شوی او درستې  نړۍ ته دحسینی غورځنګ  حماسی پیغام رسوي . د کابل د حسینی اربعین نننی پلی لاریون په ویډیوئي کلیب کې هم دلته لیدلی شئ .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106170