IQNA

توضیحي حرکتونه ددښمن د پروپيګنډیزو یرغلونو شنډونکي دي

23:45 - September 27, 2021
د خبر لمبر: 3484698
تهران (ایکنا) -که د عاشورا ورځ ،  د ډيرو بزرګوارو  او  پاکو روحونو   او د پاکو شخصیّتونو  د  ژوند د سرښیندنې  او مجاهدت اوج  ، نو  له دې وروسته څلویښت ورځنۍ پړاؤ  هم د حقایقو دایشوا کونې او بیانونې لپاره دمجاهدت اوج ؤ 

 ایکناخبري آژآنس د رهبرۍ د سایټ له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود  نن د حضرت اباعبدا... الحسین  علیه السلام او دکربلا د شهیدانو د څلويښتۍ یا  حسینی اربعین  د ویر په دستورو کې  د امام خیمنی له امامباړې سره د تهران  پوهنتون د محصیلینو د  غونډيدا له ځاي  سره چې  د ویډیوئي لینک له لارې ،ترسره شوي ، په لنډو څرګندونو کې ،تهران (ایکنا) -له عاشورا تر اربعین پورې وخت ، د اسلام د تاریخ ډیر مهم پړاؤنه وبلل  او  وې فرمائیل ؛که د عاشورا ورځ ،  د ډيرو بزرګوارو  او  پاکو روحونو   او د پاکو شخصیّتونو  د  ژوند د سرښیندنې  او مجاهدت اوج  ، نو  له دې وروسته څلویښت ورځنۍ پړاؤ  هم د حقایقو دایشوا کونې او بیانونې لپاره دمجاهدت اوج ؤ  او د  امام سجاد  علیه السلام ،  دحضرت زینب او جناب ام کلثوم  مجاهدانه  خطبو او بیانونو  او د پيغمبر اکرم د کورنۍ د ډير زیات صبر، د کربلان د پاڅون دتل پاتیکیدا او  دهغو سرښیندنو بشبړونکی  شو.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود په مختلفو رودو او آوزارونو سره پر عمومي افکارو داغیزشیندنې لپاره د ایران د ملت په ضد ددښمنانو پروپیګنډیزو  یرغلونو ته په اشارې سره ، توضیح ورکونکی حرکت   ددغو پروپیګنډیزو یرغلونو شنډونکی  وبالۀ او زیاته ئې کړه ،  تاسو خواږو محصیلینو  چې   دملت د زړه میوه  او د هیواد واقعي امیدونه یاست ، د حقایقو دبیانولو موضوع ته په اهمیّت ورکولو سره ، تاسو هریو دخپلې شاوخوا مشال  روشن  کړئ او  چټي شکونو او ابهاماتو ته ځوابونه ورکړئ .  

 داسلامی انقلاب معظم لارښود ابهاماتو ته دځواب ورکولو او د روښانه کونو لپاره رسندوئي  او انټرنیټي فضا په وسیله  امکانات یو غنیمت  وبالۀ او  وې وئيل،البته له عمومي افکارو سره په مخامیدنې کې د حقایقو وړاندې کول او دتوضیحي جهاد په قضیې کې قطعي اصل،له اخلاقي رودو  استفاده  او له منطق ، پوهې،بشپړ عقلانیّت  سره یو ځاي  د مسئلو بیانول او  له انساني عواطفو استفاده،له تپنو،بدو خبرو،تورونو،دروغو او دوکه ورکولو څخه ډډه کول   دي .

حضرت آيت ا....العظمی سید علی خامنه اي په فکر،عقلانیت او ډیرو پوهو  او روڼتیاؤ باندې د ځوانانو په سنبالتیا دخوښۍپه څرګندولو سره ددغو ځانګړنو د لاپياوړتیا په ضرورت په ټينګار سره ووئیل ؛دحضرت سید الشهداء  لاره یوه مبارکه او ډيره خوږه لاره ده چې  چورلټ  بریالیتوب او نتیجې ته رسیږي  او تاسو ځوانان به ان شاا...وتوانیږئ  له نوراني معارفو او له دغې لارې  په الهام  سره،هیواد  دمعنوي او مادي نیکمرغۍ  څوکو ته ورسوئ .

https://iqna.ir/fa/news/4000633/

captcha