ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان لومړي وزیرعمران خان د واشنګټن پوسټ لپاره په یوې لیکنې کې په افغانستان کې د امریکا ناکامۍ ته په اشارې سره زیاته کړې ده،تهران (ایکنا)- واشنګټن په افغانستان کې د ناکامۍ او خپلې غلطې سټراټژۍ پرمحاسباتو د برغولی د کیښودلو لپاره ګرَموالی د پاکستان د حکومت پر غاړه اچوي .
د پاکستان لومړي وزیر وئيلي ديۍ ،نړیوال دې په افغانستان کې د امنیت او سولې د ټينګیدا لپاره په دغه هیواد کې دطالبانو ډلې له موقته حکومت سره تعامل وکړي .
امریکا او متحدانو ئې په ۲۰۰۱کال کې په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او د امنیت دتامینولو په پلمه په دغه هیواد لښکر کشي وکړه او دغه نیواکګري،د افغانستان د اقتصادي بیخ بینائیو د نابودۍ،جنګ جګړو سبب شوه او ناکراري،ترهه ګري او د نشه ایزوم وادو تولید ئې په اوڅاره توګه زیات کړ .
امریکائي ترهه ګر پوځیان په نهایت کې له شل کلنې نیواکګرۍ وروسته،د اګست په وروستیو کې په ډيرې بې شرمۍ او سرټيتي سره له افغانستانه ووتل . د اګست په پنځلسمه نیټه طالبانو ډلې په افغانستان کې قدرت په لاس کې واخست .