د نایجریا د اسلامي غورځنګ مشر پرون ناوخته د ایران له پریس ټي وي خبری چینل سره په مرکه کښې وویل د حسیني اربعین د لاریون مراسم به د حضرت امام مهدي علیه السلام تر ظهور پورې دوام ولري له دې ورتیر چې د نایجریا پوځیان په دغو مراسمو حملې کوي او که نه .
د نایجریا د اسلامي غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم زکزاکي دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د دغه هیوا پولیسو په تیرې سه شنبې ورځ په هیواد کښې د حسیني اربعین په ماتمیانو باندې حملې سره کابو اته (۸) کسان شهیدان کړل .
د نایجریا پولیسو اوعسکرو هم د دوه زره پینځلسم میلادي کال د دسمبرپه دیارلسمه نیټه په کادونا ولایت کښې په زاریا ښارکښې په بقیه الله امامباړې باندې په څاروي ډوله برید سره د اسلامي غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم زکزاکي د دریو زامنو په شمول په سلګونو کسان شهیدان کړي وو .
د نایجریا امنیتي ځواکونو په دغه ورځ د اسلامي غورځنګ مشر شیخ ابراهیم زکزاکي او د هغه میرمنه هم نیولي وو .
په تیرو څو کلونو د نایجریا په مسلمانانو او حسیني عزادارو باندې د امنیتي ځواکونو حملې چې د سعودي عربستان، صهیونیسټ رژیم ،امریکا او د بریتانیا په حکم سره ترسره کیږي د سلګونو کسانو د شهادت سبب شوي دي .