IQNA

د افغانستان یوې مهاجرې ډاکټرې د نینسن نړیواله جایزه وګټله

15:09 - October 02, 2021
د خبر لمبر: 3484723
تهران (ایکنا) -ډاکټر میرمن رحمان ددغې جایزې د ترلاسه کونې په دستورو کې وئیلي دي،ښونې او زده کړې ته لاس رسی د مونږ په ژوند کې ډيرمهم دی او د میرمنو او انجونو د زده کړې په برخې کې پانګونه، دراتلونکی نسل لپاره پانګونه ده .

ایکناخبری آژآنس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په پاکستان کې  مهاجره یوه افغان ډاکټره  په آسیا سیمې کې د نینسن کډوالو سیمه  ایزې  د جایزې  دګټلو حقداره شوي ده.

 په راپور کې وئيل شوي دي، افغان کډوالې  ډاکټرې میرمن  سلیمه رحمان ، په پاکستان کې  د افغان کډوالو او  ناروغانو د لازیاتو خدماتو  دترسره کونې په دلیل  په دغه هیواد کې د سویس  په سفارت کې دغه جایزه ترلاسه کړې ده . د  ملګروملتو دکډوالو لوړې کمیشنرۍ  هم په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،دغه جایزه ناروغانو ته په تیره بیا دکرونائي بحران دخوریدا په پړاؤ کې د ډيرو زیاتو خدماتو رسونې لپاره په پاکستان ته کډه په سرشوي ۲۹کلنې ډاکټر سلیمه رحمان د غوره ژمنتیاؤ او خدماتو په ویاړ ډالۍ شوې ده.ډاکټر میرمن رحمان ددغې جایزې د ترلاسه کونې په دستورو کې وئیلي دي،ښونې او زده کړې ته لاس رسی د مونږ په ژوند کې ډيرمهم دی او د میرمنو او انجونو د زده کړې په برخې کې پانګونه، دراتلونکی نسل لپاره پانګونه ده .

د نینس رفیوجي ایوارډهرکال د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ په وسیله،هغه کس،ډلې یا ادارې ته ورکول کیږي له کډوالو ته لازیات خدمات وړاندې کوي .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106376

 

captcha