IQNA

اروپا باید په ناټو او په حقیقت کښې په امریکا باندې له تکیې کولو پرته په خپلواکه ډول خپل امنیت تامین کړي .

19:21 - October 03, 2021
د خبر لمبر: 3484727
تهران (ایکنا -د هیواد په شمال لویدیځ کښې د ګاونډیو هیوادونو مسائیلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د شمال لویدیځ د پیښو حل لاره په دغو هیوادونو کښې د پردیو پوځونو د لاسوهنې مخنیوی دی .

ایکنا خبري آژآنس د پآرس ټوډې له قوله راپور راکړد ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د وسله والو ځواکونو د فارغ التحصیلې په مراسمو کښې د هیواد په شمال لویدیځ کښې د ګاونډیو هیوادونو مسائیلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د شمال لویدیځ د پیښو حل لاره په دغو هیوادونو کښې د پردیو پوځونو د لاسوهنې مخنیوی دی .

د ایران د ټولو قواو مشر حضرت ایت الله خامنه اي نن د امام حسین علیه السلام په حربي پوهنتون کښې د وسله والو ځواکونو  د حربي پوهنتونو د محصیلینو د فارغ التحصیلې له ګډو مراسمو سره په تصویري ارتباط  ټینګولو سره دغه له ویاړ څخه ډک ځواکونه د ایران د سرلوړي ملت او د ګران او د مقتدر ټاټوبي د امنیت پیاوړي »قلعه» وبلله .

د  مشر تابه ستر مقام زیاته کړه په سیمه کښې د پردیو هیوادونو لاسوهنه د اختلاف او د تاوان سرچینه ده او ټول مسائیل او پیښې باید د پردیو هیوادونو له لاسوهنې پرته او د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو او د ایران له عقلانیت او اقتدار څخه د سیمې د هیوادونو د بیلګې په اخیستلو سره حل شي .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي امنیت د هیواد د پرمختګ لپاره د ټولو ضروري فعالیتونو اساسي بیخ بنايي وبلله او په پردیو هیوادونو باندې له تکیې پرته د هیواد د امنیت د  تحقق په مهم بللو سره یې  وویل دغه مسله البته د ایران د ملت لپاره عادي چاره ده خو بیلابیل هیوادونه حتی اروپايي هیوادونه له دغه مشکل څخه کړیږي .

هغه حضرت د امریکا او د اروپايي چارواکو خبرو ته په اشارې سره وویل ځینو اروپايي هیوادونو د امریکا اقدام له شا څخه د چړې ګوزار وباله او یو ډول یې وویل اروپا باید په ناټو او په حقیقت کښې په امریکا باندې له تکیې کولو پرته په خپلواکه ډول خپل امنیت تامین کړي .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي جوته کړه کله چې اروپايي هیوادونه په امریکا باندې د تکیې کولو په علت یعني داسې هیواد چې له اروپا سره مخالف هم نه دی د پایداره امنیت په تحقق کښې د کمبود احساس کوي د نورو هیوادونو چې وسله وال ځواکونه یې د امریکا او د نورو پردیو هیوادونو تر کنټرول لاندې دي حساب معلوم دی .

د مشر تابه ستر مقام په نورو باندې تکیې کولو سره د امنیت تامینول یوازې (۱) یو توهم وباله او ویې ویل هغه کسان چې له دغه توهم سره مخ دي څپیړه به یې زر وخوري ځکه چې د هر هیواد په امنیت ، جنګ او سولې کښې د پردیو هیوادونو نیغ په نیغه او یا غیر مستقیمه لاسوهنه مصیبت رامینځته کونکي غمیزه ده .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي له افغانستان څخه  د امریکا د اخلاقي او د معنوي روحیې د نلرونکي او په وسلو د سمبال پوځ وتل  د حقیقي اقتدار نه بلکې د ظاهري اقتدار بیلګه وبلله او ویې ویل امریکا شل (۲۰) کاله مخکې د طالبانو د نسکورولو لپاره په افغانستان لشکر کشۍ وکړه او په دغه اوږدې مودې نیواکګرۍ کښې یې ډیر خلک ووژل ، جنایتونه یې وکړل او تاوانونه یې ورسول خو له دومره زیاتو انساني او مادي لګښتونو وروسته یې حکومت طالبانو ته ورکړ  او له افغانستانه ووتله  چې دغه واقعیت د ټولو هیوادونو لپاره درس ورزده کونکی دی .

هغه ټینګار وکړ د امریکا د پوځ د هالیووډ تصویرونه او د هغې په شان نور هیوادونه یوازې یوه(۱) نندره ده ځکه چې د هغوې حقیقي ماهیت همدا دی چې په افغانستان کښې  ولیدل شو .

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د امریکا له پوځ څخه د ختیځې اسیا د خلکو نفرت ته اشاره وکړه او ویې ویل امریکا چې په  هره سیمه کښې لاسوهنه وکړي نو ملتونو ترې نفرت کوي .

هغه ټینګار وکړ د سیمې ګټه په دې کښې ده چې ټول هیوادونه له خپلواکه پوځ څخه برخمن وي او په خپل ملت تکیه ولري او د ګاونډیو هیوادونو له پوځونو سره په ګډه کار وکړي .

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه د سیمې پوځونه کولای شي د سیمې امنیت تامین کړي او باید اجازه ورنکړو چې د پردیو هیوادونو پوځونه د خپلو ګټو د ساتلو لپاره لاسوهنه وکړي یا پوځي شتون ولري .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i106432

 

captcha