د اسلام ګران پېغمبر ص خپل تر رحلت مخکې د هجري قمري په یولسم کال کې د نبوی شریعت احکام او اصول په ټینګه بیان کړ او د دین د معارفو او د لارښونې لپاره ډيرزیار ویست اوتر رحلت پورې ئې هلې ځلې وکړې .
همداراز امام حضرت حسن مجبتی ع چي ۳۰ کاله یې د خپل بزرګوار پلار او او دمومنانود امیر او داسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص دجانشین حضرت امام علی علیه السلام تر څنګ تیر کړل او دخپل عمر له ډیرو ټيټو هسکو او دبنی امیه ؤ دواکوالانو له ډیروکړاؤنو زغملو پسې د صفرې دمیاشتې په ته ویشتمه نیټه په ۲۸ په ۴۷ کلنۍ کې د معاویه په دسیسې سره د خپلې مېرمنې په لاس په زهرو سره په شهادت ورسېده.
د اسلامي ایران خلکو پشمول د نړۍ درست مسلمانان د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص او د امام حسن مجتبی ع د شهادت په ورځ په جوماتونو او امام باړو اوزیارتونوکې په شتون سره په دې ماسبت ویر او ماتم کوي او وینا وال د اهل بیت علیهم السلام دمینه والو زړونه دهغوي بزرګوارانو دسیرت او ځانګړتیاؤ په بیانولو سره خړوبوي .
https://iqna.ir/fa/news/4002269/%D8