ایکناخبري آژانس راپور راکړ د فلسطین له شماله ترجنوب پورې ، له غرونو رانیولې تر دښتو اوسواحلو پورې ،فلسطینۍ میرمنې الاقصی جومات په لور خوځيږي څو هلته لمونځ قایم کړي ، قرآن تلاؤت وکړي او په هغه ځاي کې په علمي کړیو کې ګډون و کړي .
فلسطینۍ میرمنې عموما په قبةالصخره مصلی کې دکړیو په شکل کې سره غونډيږي او قرآن تلاؤت کوي یا دیني غونډې جوړوي .
قبةالصخره یعني د صخره ګنبسۍ په الاقصی جومات داخل کې یوه اته کونجه ودانۍ ده چې طلائي ګنبسۍ لري . دغه ګنبسۍ ددغه درست انګڼ ګنبسۍ حسابیږي او یو ترټولو پخوانی اسلامی ځانګړی اثر دی .
په دغه ځاي ئې د نومولو علت ، په داخل کې هغه کاڼی یا صخره ده چې له هغه ځايه د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) آسمان ته عروج کړی.. قبةالصخره اوس په الاقصی جومات کې د میرمنو مصلی ده .
هغه میرمنې چې له غزې ورځي ، د ایریز له سترې لارې خانونه قدس ته رسوي ، خو له لویدیځي غاړې هم میرمنې باید د صهیونیسټ رژيم له پُستو باید تیرې شي څو الاقصی جومات ته ورسیږي او دا ټول په داسې شراطو کې دي ، چې دصهونیسټ رژيم نیواکګر پوځیانو د الاقصی جومات دروازې تړلي نه وي او هلته دفلسطینیانو د ورتلو اجازت ورکړي .
د طلائي ګنبسۍ لاندې د هرې سیمې چې پيغلې مینځ عمره ماشومې او بوډا فلسطینیو میرمنوپشمول دټولو سره یو ځاي ناسته پاسته او بلدتیا او له یوه بل سره مینې اوګروهنې په صحنو کې د فلسطینیانو انسجام له ورایه ښکاره وي .
https://iqna.ir/fa/news/4001920