IQNA

د هندوانوپه لاس د جوماتونو په ړنګیدا او د قرآن په سپکاویو غبرګونونه(فلم)

16:06 - October 05, 2021
د خبر لمبر: 3484740
تهران (ایکنا) –په سوشل میډیا او ټولنیزو چینلونو کې هماغه راز دمسلمانانو په ضددهندوستانو غمیزې او دهندوانو په وسیله د مسلمانانو په ضد جنایتونه تعقیبیږي  او د هشټګونو په وړاندې کولو سره دهندي شیانو دپيرپلور دبایکاټ او له مسلمانانو سره دملګرتیا غوښتې کیږي.

ایکناخبري آژانس دstepagency، له قوله راپور  راکړ ،د ټولنیزو چینلونو کارونکو د هندوانو په ضد د سملاسي اقدام او  د مسلمانانو په ضد د دوي د وحشي ډوله اقداماتو په مخنیوي باندې ټينګارکړی دی .

 دوي د مسلمانانود مقدساتو په ضد دهندوانو دتاؤتریخوالو اوجنایتونو دعکسونو اوویډیوګانو  په خپرولو سره دهندوانوتوکمیز اوسپک چلندونه په  کلکه محکوم کړي دي .

په یوه ویډیوئي کلیپ کې  یوجومات د هندوځوانانو په لاس سوځول کیږي  چې دغې صحنې د خلکو زړونه داغي کړي او دهندوانو په ضد ئې کرکه او نفرت زیات کړی دی .ددې ترڅنګ په یوه بلویډیوئي کلیپ کې  هم په وحشیانه توګه او د مسلمانانو شکنجه کیدا، وژل  او په قتل د دوي ګواښل  نندارې ته وړاندې شوي دي . او دغه راز په  ځينو نورو عکسونواو  کلیپونو کې  هم د مسلمانانو له خپلو کورونو په زوره د کوچولو صحنې ډيرې بوږنونکي صحنې دي .  دځينو صحنو په باب ویډیوئي  کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې  کوو.

https://iqna.ir/fa/news/4002238

 

captcha