IQNA

د پاکستان په بلوچستان کې سختې زلزلې څه دپاسه درو سوو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

10:31 - October 07, 2021
د خبر لمبر: 3484749
تهران (ایکنا) - هرنائي سیمې کې  زیات شمیر کورونه  په کنډوالو بد ل شوي  دي  او وئيل کیږي ، چې  په دغې سیمې کې کابو۲۴ کسان مړه او  کابو درې سوه نور ټپیان شوي دي .

زمونږخبریال د دنیانیوز له قوله راپور راکړ،  د پاکستان  د بلوچستان صوبې د کویټه پشمول ځیني سیمې نن سهار سختې زلزلې ولړزولې . وئيل کیږي هرنائي سیمې کې  زیات شمیر کورونه  په کنډوالو بد ل شوي  دي  او وئيل کیږي ، چې  په دغې سیمې کې کابو شل کسان مړه او  کابو درې سوه نور ټپیان شوي دي .

د کویټه او هرنائي په روغتونونو کې بیړنی وضعیّت اعلان شوی دی .   په راپور کې وئيل شوي دي ،  دزلزلې زیاتره  ټکانونه په  هرنائي ،کویټه ، قلعه سیف ا...  او ځینو نورو سیمو کې  محسوسې شوي دي . وئيل شوي چې   دغه زلزله پنځه اعشاره نهه ریشتره وه  په مځکې کې  پنځلس کلومیټره لاندې وه  او مرکز ئې هم له هرنائي سره نزدې ؤ . چې په دغې سیمې کې ئې ډير تاوانونه اړولي دي .

دبلوچستان صوبې  دکورنیو چارو وزیر ضیا لانګو په وینا  مرګي حاله ټپیان کویټه ته وړل شوي  او د رملنه ئې روانه ده ، له زلزلې وروسته  ایف سي ځواک  او لیوي فورس  هم سیمې ته ځانونه رسولي او مرستندویه چارې ئې پیل کړي دي .

 دا هم وئيل شوي چې د مځکې  د خویدو له امله دهرنائي  او سنجاوي ستره لاره هم بنده شوې  ده چې دپرانیسو چارې ئې روانې دي .

https://jang.com.pk/news/994904 

captcha