ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله ورکړ ، د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله نن ددغه مبارز غورځنګ دتاسیس په درې څلویښتمې کلیزې په مناسبت په یو لړ دستورو کې روښانه کړې ، د مونږ له نظره ، دمقاومت ټاکنه ، له صهیونیسټي رژيم سره د مخامخیدنې لپاره ترټولو ښه ټاکنه ده ، مونږ د صهیونیسټانو په وړاندې له جنګ یا تسلیمیدا پرته بله ټاکنه نه لرو ،یا باید دوی سره وجنګیږو، او کریمانه ژوند ولرو ، او یا باید دایمي ذلت ته غاړه کیږدو .
النخاله پخپلې وینا کې زیاته کړې ده ، ددې شاهدان وو ، چې صهیونیسټانو په نیواکي قدس کې له شیخ جراح سیمې څخه د فلسطینیانو داجباري کوچولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکارولې ، په عین حال کې په درست نیواکي ټاټوبي کې ټول فلسطینیان له دغه ظالمانه اقدام سره مخالفت ته راپورته شول . زیاد النخاله ټينګار کړی، نن سبا د صهیونیسټانو د پروژې په نسبت لازیات هوښیار او ځير یوو ، پر دې اساس باید په اسلامی نړۍ کې ټول ، له دغې پروژې سره په یوه صف کې په دریدا سره مقابله وکړي ، صهونیسټي دښمن په ماتې او له فلسطینه په بشپړ وتلو محکوم دی .
د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي روښانه کړې ، که له نیواکګرو سره مبارزه ونه کړو ،نو دوي به په سیمې کې دخپلې سلطې لمن نوره هم وغزوي . مونږ له صهیونیسټي رژيم سره په مبارزې کې پر خپل ملت او مقاومت تکیه کوو . د اړیکو د عادي کولو غونډو ترسره کول ، له صهیونیسټانو سره دروغجنه سوله او په عربی هیوادونو کې د د وي لپاره دسفارتونو پرانیسته حقیقت او واقعیّت نشي بدلولی .