ایکنا خبري آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند تائید کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت قائم مقامه میرمن وینډي شیرمان د یوه پلاوي په مشرۍ پرون اسلام اباد ته رسیدلي ده .
د امریکا ددغې لوړرتبه چارواکې دغه سفر په داسې حال کښې کیږي چې د افغانستان په هکله د پاکستان او د امریکا اختلافات زیات شوي تردې چې اسلام اباد له واشنګټن سره په کړچار کښې د اختلاف په لرلو اعتراف کړی دی .
ډان ورځپاڼې راپور ورکړی امریکا نه غواړي د نړیوالې ټولنې له نورو غړیو مخکې د طالبانو موقته حکومت په رسمیت وپیژندي بلکې غواړي د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو ، د بشري حقوقو ، انجونو ته د زده کړې او ښځو ته د کار د اجازې د ورکولو په شمول په بحث رامینځته کونکو موضوعګانو کښې د طالبانو د دریځ د نرمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي .
پاکستان ته د امریکا د خارجه وزارت د قائمقامې میرمن وینډي شیرمان سفر د جوبایډن واک ته له رسیدا او په افغانستان باندې د طالبانو د کنټرول له ترسره کیدا وروسته اسلام اباد ته د امریکا د دغه ډیپلوماټې لومړنی سفر ګڼل کیږي .