ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله ورکړ،د ایران داسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف نن داسلامی شورا په څرګندې غونډې کې پخپلې ویناکې د افغانستان دپه کندوز ښار کې په یوه جومات کې خونړۍ پيښې ته په اشارې سره ووئیل ، له بده مرغه دکندوز ښار په سید آباد جومات کې د افغانستان د سلګونو بې ګناه او بې څوکه عامو خلکو شهادت،د نړۍ ددرستو پتمنو خلکو زړونه دردولي دي . ددغه ستر تاوان او د ردونکي پيښې په نسبت خپلو افغان وروڼو او خویندو ته تسلیّت وایوو او له خداوندمتعال د شهیدانو کورنیو ته دصبر او زغم او اجر ومرکولو دعا کوو .
باقر قالیباف دتکفیری ترهه ګرو د بې رحمه او وحشي جنایت په محکومولو سره ووئيل ، د افغانستان هیواد مسئولان ددغه هیواد د ولس د هریوه کسو دامنیت دتامینولو دنده لري اوبا ید ددغې غمیزې د عاملانو او پلانونکو پر سزاکولو سربیره ، ددغه ډول پيښو د بیا تکراریدا دمخینوي لپاره دې لازم تدبیرونه غوره کړي .
هغه زیاته کړې ، د افغانستان د ملت د دښمنانو نوي امنیتی پروژه ، د قومي او مذهبی فتنو رامینځمکول دي چې د امریکایانو په ملاتړونو او دترهه ګرو په لاسونو سره ترسره کیږي .
محمد باقرقالیباف همداراز زیاته کړې،د اسلامی هیوادونو مشران دې دمسلمانو ملتونو پر اتحاد په تکیې سره په هوښیارۍسره د تکفیری ترهه ګرو ډلو دفعالیتونو د دوام خنډ شي او په درستې سیمې کې دې امنیت او اتحاد تامین کړي