ایکنا خبری اژانس راپور ورکړ ، د مسلمانانو دعالمانو د نړیوالې ټولنې عمومی منشي علی محی الدین القره داغی ددغې اتحادئې د مسئولانو په نامه په یوه لیک کې دهندي مسلمانانو دملګرتیا او مرستې لپاره د مسلمانو عالمانو په کیدونکي کنفرانس کې دګډون غوښتنه کړې .
قره داغي په دغه لیک کې د اتحادئې د مسئولانو دغړو په ستاینې او قدرونې سره ، لیکلي دي ، تاسو ته بلنه درکوو چې د مسلمانو عالمان،د هندی مسلمانانو مرستندوي ؛په عنوان سره په نړیوال کنفرانس کې چې د مسلمانانو د عالمانو د نړیوالې اتحادئې له خوا انو د عالمانو د ټولنو په ملګرتیا سره ، د ربیع الاول د میاشتې په اتمه نیټه دمکې مکرمې د مازدیګر دوه بجې ترسره کیږي ، ګډون وکړ ي .
هغه په دوام کې وئیلي ، چې دغه کنفرانس داسلامی نړۍ له ګوټ ګوټه غوره عالمانو په ګډون سره ، زوم ویډیوئي ویبینار له لارې ترسره کیږي ، هیله مند یوو چې په دغه کنفرانس کې فعال ګډون وکړئ .