ایکناخبری آژانس راپور راکړ ، سږکال په داسې حال کې د یوه مسیحي ایلو میتک چافززي په لاس د قرآن کریم په آلبانیائي ژبه د ترجمې سل کاله پوره کیږي، چې د البانیا، کاسووا او شمالی مقدونیا په کتابتونونو کې د قرآن څه دپاسه لس ژبو باندې ژباړې لیدل کیږي ، د وحي د کلام لومړنۍ ژباړې په هغه وخت کې یو لړ تاؤتریخوالي رامینځة کړل چې په هغه زمانې کې د فقیهانو د اعتقاد په اساس ،پرمسلمانانو حرامه وه .
دغه آلبانیانیائي لیکوال په ۱۹۶۴کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې او په آلبانیائي ژبه ئې دقرآنکریم ژباړه په یادګار پاتې ده . له مخالفتونو سره سره په کوټلتیا سره ئې ددغه کار دترسره کولو هڅه وکړه څو د وحي له کلام سره دمذهبی پرګنو اولیوالو چې له عربیژبې سره بلد نه،، ،الهي آیتونو باندې له دې لارې ځانونه پوهه کړي . هغه د مسلمانانووروڼو له مقدس کتاب سره دآلبانيائي مسحیانو د بلدتیا ارزښتمنه موخه پر مخ بوتله ، هغه مسلمانان چې په هه وخت کې د ساډوبۍ د فضا په دلیل حتی په آلبانیائي ژبه ئې د قرآن کریم دژباړې په باب د فکر جراءت هم نه درلود، ځکه د البانیا عمومی مفتي په ۱۹۲۴کال کې د مسلمانانو له خواد قرآن کریم د ترجمې د لوستلو د بایکاټولو فتوا صادره کړې وه او دا ټول په داسې شرائطو کې وو چې زیاتره البانیائي مسلمانان په عربي ژبه د قرآن په قرآءت او درک تر ډيره نه پوهیدل
د راپور په اساس ؛ alaraby.co دغه ترجمه په آلبانیائي ژبه د قرآن د ترجمې په زمینې کې د سیالۍ لپاره لاره پرانیستله او په ۱۹۲۱کال کې په آلبانیا کې د نوي حکومت له راتلو یو کال وروسته د قرآن کریم لومړنۍ ترجمه او ژباړه دالبانیا دیوه ملی پال غورځنګ د سمبول په لاسلیک سره ،یعني د میتک چافززي په وسیله خپره شوه ، هغه ترجمان چې د خبریالۍ، شعر، کیسو اوتیّټر او ددرستو ادبیاتو په زمینې کې ډير مشهور ؤ او دهغه ملی پاله انګیزه په آلبانیائي ژبه دقرآن کریم ترجمه کونې ته وکاږه.
چافززي خپلو وطنوالو ته په خطاب کې په دې باب وئيلي وو؛ ائ مسلمانانو او مسیحیانو ؛ راشئ دیني کتابونه په یوې بشپړ دیني موضوع بدل کړو،هیڅ دلیل نشته چې مذهبی احساسات ، کمزوري کړو ،خو باید له دیني تعصب سره مبارزه وکړو.
چافززی هموطنانش را مخاطب قرار داد و در این باره گفته بود «ای مسلمانان و مسیحیان، بیایید کتب دینی را به موضوعی کاملاً دینی تبدیل کنیم، هیچ دلیلی ندارد احساسات مذهبی را تضعیف کنیم؛ اما باید با تعصب دینی مبارزه کنیم
https://iqna.ir/fa/news/4003463