ایکنا خبری آژانس د القدس العربي له قوله راپور راکړ،د فرانسې چارواکو،په آلن ښار کې له افراطي لیدتوګوڅخه ددغه جومات د دفاع په پلمه د یوه بل جومات د چټي کولو لپاره دلازمو اقداماتو د پیلولو خبر ورکړ .
دفرانسې د سرت سیمې ځاي حکومت پرون په یوې اعلامیې کې مدعي شوی چې په دغه جومات کې چې کابو درې سوه لمونځ ګزار پکې شتون پیدا کوي ، هغه کسان هم شتون لري ، چې له اسلامی افراطي غورځنګونو سره اړونده او یا ئې خپلوان دي .
په دغې اعلامیې کې ادعا شوې ده ، نوموړی جومات ، ترهه ګر ، تاؤتریخجن ، نفرت راپورته کونکي او توپیري اقدامات او د شریَعت رامینځةکونکي اقداما ت تشویقوي .
د سرت د ځاي چارواکو د ادعا په اساس،دغه جومات د قرآڼ د حفظ لپاره یوه موسیسه لري چې یوسل لس زده کونکو ته د وسلوال جهاد داهمیّت په باب درس ورکوي .
په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي،چې د سرت سیمې اداره په دغو اقداماتو پسې،د فرانسې د کورنیو چارود وزیر ژرالډ ډرمانین په غوښتنې سره ددغه جومات د تړلو لپاره لازم اقدامات پیل کړي دي .
په همدې لړ کې د فرانسې فیګارو ورځپاڼې راپور ورکړی ،چې چارواکي نیّت لري ،له نوموړي جومات سره د اړونده اتو کسانو بانکي اکاؤنټونه هم مصادره کړي .
داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې دفرانسې په پنځو صوبو کې شپږ جوماتونه تړل شوي دي .
د فرانسې پارلیمان په تیر زمري یا اسد میاشتې کې د اسلام پالو په ضد یو قانون تصویب کړ.په دغه قانون کې د تاؤتریخجن تبلیغ په پلمه د جوماتونو او د اسلامی مرکزونو زر بندول اټکل شوي دي .ددغه جنجال رامینځةکونکی قانون دتصویبیدا هدف ،په فرانسې کې د جمهوریت د ارزښتونو ددفاع دفاع اعلان شوې ده . چې دغه قانون په فرانسې کې دمسلمانانو د په نښه کولو په دلیل ،د دوي د ژوند ددرستو اړخونو لپاره د محدودیّتونو د اعمالول ، له سختو نیوکو سره مخامخ شوي دي .