ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له وقله راپور راکړ ، ګارډین ورځپاڼې پخپل یوه وروستي راپور کې لیکلي دي ، د اسلامي هیوادونو په هغو وزیرانو کې، چې ډېر احتمال لري ، کابل ته لاړ شي د ترکیې د باندنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره رتنو مرسودي شامل دي.
د ترکې خارجه وزیر ښاغلي چاووش اوغلو د انډونیشیا له خارجه وزیر ې اغلې مرسودي سره په یوه ګډ کنفرانس کې وویل «مونږ د افغانستان وضعیت له نژدې تعقیبوو. مونږ په راتلونکي وخت کې د اسلامي هیوادونو له یو شمېر نورو بهرنیو چارووزیرانو سره کابل ته ور ځو.
د افغانستان په اړه د جي شل ډلې په سرمشریزه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان د بشري بحران او پراخ بنسټه حکومت ته د طالبانو د هڅولو په اړه د جي شل هیوادونو له لوري د یوې دایمي کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز هم کړی .