IQNA

 د ایران چین او پاکستان د ګډې کاري ډلې د جوړولو وړاندیز مطرح شو

13:05 - October 15, 2021
د خبر لمبر: 3484801
تهران (ایکنا) -د ایران ،چین او پاکستان ترمینځ د پارلیماني ډيپلوماسۍ اړیکو پیاوړتیا به د درو واړو هیوادونو او د سیمې د  خلکو د هوساینې لپاره ډيره ګټه وره وي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت او پاکستان د پارلیماني دوستۍ د ډلې مشر احمد امیر آبادي فرهاني چې د پاکستان په سفر تللی،ووئيل د ایران ، چین او پاکستان ترمینځ  د پارلیماني ډيپلوماسۍ  داړیکو پیاوړتیا به ، د سیمې د خلکو د هوساینې  لپاره د  ګډ مشارکت او د درو واړو هیوادونو د اقتصادي ودې او پانګونې زمینه جوړونکي شي . 

 امیر آبادي فراهاني چې همدااوس د پاکستان په اسلام اباد کې دی، نن ئې د پاکستان د ولسی جرګې له مشر اسد قیصرسره هم لیده کاته کړي دي . 

 د  ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ د ډلې مشر  د ایران او پاکستان دپارلیمانونو ترمینځ دغږملتیا په ضرورت په ټينګار سره ، له چین سره یو ځاي د دواړو هیوادونو د دوستۍ د ډلو  ګډې غونډې وړاندیز مطرح کړ او د ایران ،پاکستان،چین  ددوستۍ د ډلو د لومړنۍ غونډې دکوربتوب لپاره ئې د ایران د پارلیمان د چمتووالي خبر ورکړ .

 هغه ټینګار کړی ، د ایران ،چین او پاکستان ترمینځ د پارلیماني ډيپلوماسۍ اړیکو پیاوړتیا به د درو واړو هیوادونو او د سیمې د  خلکو د هوساینې لپاره ډيره ګټه وره وي .

امیر آبادي  همدرااز د افغانستان بدلونونو ته په اشارې سره  هم  ووئيل ،  د اسلامي ایران لیدتوګه  په افغانستان کې د درستو قومیتونو اوډلو په ګډو سره دیوه ټولشموله حکومت جوړیدا ده .

احمد امیر آبادي فراهاني روښانه کړې ده ،  ضرورت دی څو  د افغانستان اوسنی حکومت  له نشه ایزو موادو سره په مبارزې سره اجازت ورنکړي ،څو  ترهه ګر عناصر  د افغانستان   له پولو  د ګاونډیانو په ضد کوم فعالیت ولرل شي .

د پاکستان د ولسی جرګې مشر اسد قیصر هم په دغې کتنې کې  په دې خبرې سره چې  پاکستان  له هر هغه وړاندیز څخه  چې د سیمې د شرائطو د ښه کیدا او د خلکو د هوساینې  سبب کیږي ، ملاتړکوي ،ووئيل ،  د پاکستان اوسنی حکومت  د سیمې د هوساینې او پراختیا لپاره  د اقتصادي  او ارتباطاتي  ظرفیّتونو  پر پراختیا متمرکز  او تل  له خلکو سره د خلکو ارتباط  او د تجارت د زیاتیدا غوښتونکی دی . هغه همداراز د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب هم ووئيل ،  اسلام اباد تل  د دافغانستان د خلکو په رهبرۍ او مالکیّت سره د سولې د بهیر ملاتړ کوي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i106910

captcha