زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان په کندهار کې د شیعیانو په یوه جومات کې د جمعې لمانځه د ترسره کیدا په وخت زوروه چاودنه شوې چې وئيل کیږي ، تر دې دمه پکې ۳۳لمونځ ګزار شهیدان او څه دپاسه پنځوس نور ټپیان شوي دي ، چې ممکنه ده د شهیدانو اوټپیانو شمیر نوره هم زیات شي .
داپه د اسې حال کې دي چې د کندهار په لومړنۍ ناحیّې کې د شیعه مسلمانانو د جمعې لمانځه د لمونځ ګزاروپه مینځ کې د خداي په کور جومات کې په د اسې حال کې بوږنونکي چاودنه شوې چې لمونځ ګزار د پرودرګار په د رګاه کې سر بسجود وو او انسان ډوله وحشیانو بیا خپل ځیږ او غیر انساني هویّت نندارې ته وړانډې کړ او د خداي کور ئې د لمونځ ګزارو په وینو بیا ککړ کړ .
له دې یوه اونۍ مخکې د افغانستان په کندوز کې په سید آباد کې هم ورته چاودنه شوې وه چې د کابو درې نیم سوه لمونځ ګزارو په وینو ئې د خداي کور جومات لیت پیت کړی ؤ . او ددغه غیر انساني او بوږنونکي اقدام پړه هم داعشي تکفیریانو په غاړه اخستې وه .ددې پيښې یو بوږنونکی ویډیوئي کلیپ ستاسو خدمت ته وړاندې کوو
https://iqna.ir/fa/news/4005097/