IQNA

اپل شرکت له خپل مارکیټه د چینِ حکومت په غوښتنې یو قرآني اپلیکیشن حذف کړ

15:26 - October 16, 2021
د خبر لمبر: 3484810
تهران (ایکنا) - اپل الیکټرانیکس شرکت د چین دحکومتي چارواکو په غوښتنې سره په دغه هیواد کې  یو قرآني نرم آوزار  له لاس رسي وویست او له خپل مارکیټه ئې حذف کړی دی

ایکناخبری آژانس  د اپل ایسنائيډر له فوله راپور راکړ ،د یوه نوي راپور په اساس ، د قرآن مجید( Quran Majeed)پروګرام حذفیدا ته په پیل کې  د Apple Censorship په نامې سره  یوه سایټ توجه وشوه،داسې سایټ ،چې په درستې دنیا کې په App Store اپل  کې  پروګرامونو باندې څارنه کوي.دغه اپلیکیشن په درستې نړۍ کې په اپل سټور کې موجود دی او په دې باب کابو یولک پنځوس زره کارونکو نظر ورکړی دی .

اپل شرکت په یوې خبرتیا کې وئيلي دي،د چیني حکومتي چارواکو په  غوښتنې سره ئې دغه پروګرام د غیرقانوني دینی متنونو څخه د استفادې د منع کیدونکي قانون په اساسحذف کړی ذدی .

په عین حال کې  مشخصه نه ده چې دغه پروګرام په  چین کې د کوم قانون خلاف ورزي کړې ده .اپل شرکت  مسئولانو وئيلي  په درستې نړۍ کې  څه دپاسه پنځه دیرش میلیون مسلمانان ورڅخه  استفاده کوي.

تر دې دمه نه  د چین حکومت او  نه هم اپل شرکت ددغه اقدام په باب کوم توضیح نه ده ورکړې .

https://iqna.ir/fa/news/4005165

captcha