ایکنا خبری آژانس دالعربیه له قوله راپور راکړو مسجد الحرام او مسجد النبي حرمیّنو په عربستان کې له کرونائي بحران خوریدا وروسته نن سهار د لومړي ځل لپاره په جمې سره لمونځ قایم کړ او زیاتو خلکو دغه لمونځ ادا کړ .
په عربی چینلونو او رسندویو کې خپرې شوي ویډیوګانې ښئ چې دمسجد النبی او مسجد الحرام د جمې امامان د لومړي ځل لپاره د جماعت صفونه برابر کړي او دلمونځ ګزارو ترمینځ هیڅ ډول اجتماعي فاصله نه وه رعایت کړائ شوي .
په عربستان کې په عمومی ځایونو کې د ماسک د اچولو او د اجتماعي فاصلې د رعایتولو د لغوه کیدا پشمول دکرونائي محدودیَتونو کمیدا له ننه اجرائي شوي ده .
په همدې اساس په حرمینّ شریفیّن کې له ننه یعني د تلې د میاشتې له پنځه ویشتمه، د حاجیانو اوعمره کونکو د منلو لپاره له خپل بشپړ ظرفیّته استفاده کوي . په مکې مکرمې کې د نن سهار د جمې لمانځه په مناسبت یو ویډیوئي کلیب هم ستاسو خدمت ته وړاندیې کیږي .