ایکناخبري آژانس راپور روکړ ، د اسلام ګران پیغمبر سیرت او دهغه بزرګوار له ژ،ند سره اړونده پيښېیوه هغه برخه ده چې ډیری اسلامی لیکوالانو او څيړاندو ورباندې لیکنې کړي دي . له دې ټولو سره سره او د تصّور په خلاف ، د پیغمبر اکرم د ژوند په باب یوازې مسلمان لیکوالان نه دي توانیدلي . په غیرمسلمانو لیکوالانو کې هم داسې کسان شته چې د حضرت محمد سیرت باندې ئې لیکنې کړي دي تږ جنی پخ ړې توخ ئې نور مکتوب آثار هم د خلکو د استفادې او لازیاتې بلدتیا لپاره ترجمه کړي دي .
کارن آرمسټرنګ یو همدغه لیکوال دی چې هڅه ئې کړې ده ، د الهي نبیانو او انساني دینونو په حوزې کې د خپلومطالعو ترڅنګ هڅه وکړي ، خپلو مخاطبانو ته د اسلام د پیغمقبر سم او حقیقي انځور وړاندې کړي . آرمسټرنګ یو هغه کس دی چې په پیل کې ئې د کاتولیک مذهب محافظه کارې عقیدې درلودې ، خو سوکه سوکه ددینونو ترمینځ د خبرواترو هڅونکی او د دینونو په حوزې کې په یوه غوره لیکوال بدل شو .
آمرسټرنګ ددغه کتاب له تالیفه خپله موخه د لویدیځ خلکو ته د پیغمبر او اسلام د سم او حقیقي تصویر وړاندې کول بللي او باؤري دی ، د محمد مصطفی شخصیّت له هغه څه سره ډير توپیر لری، چې سلمان رشدي ئې وړاندې کوي .