IQNA

د وحدت  او نزدیکت فکر په اسلامی نړۍ کې یو سټراټژيک حرکت دی

16:03 - October 19, 2021
د خبر لمبر: 3484826
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: د اسلامي مذهبونو نزدېکت چې امام خميني (رح) او د اسلامي انقلاب معظم رهبر ورباندې  ټينګار کړی ، په اسلامي نړۍ کښې يو سټراټيجک حرکت دی.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ ، دایران د اسلامی جمهوریت ولسشمشر  سيد ابراهيم رئيسي نن د اسلامي وحدت د پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس د پرانېستې په دستورو کې پخپلې وینا  کښې د دغې غونډې د جوړؤنکو په قدرونې سره د آيت ا... تسخيري چې د دغې ادارې بنياد يې کېښودلی او شهيد قاسم سلېماني چې په اسلامي امت کښې د اتحاد او يووالي  د رامنځته کولو لپاره ئې عملي اقدامات کړي دي ، ياد او خاطره ونمانځله.

تهران (ایکنا)  - د ایران  ولسمشر په  دې خبرې سره  سره چې د اسلامي حکومت په داخل کښې د  اتحاد وخت دی، وويل، په دې حالت کښې سپارښتنه کيږي چې اختلاف او تفرقه مه پېدا کوئ، تفرقه اچونکې خبرې مه کوئ، د قلم د تقدس خيال وساتئ، دا د حکومت په دننه کښې سپارښتنې دي چې د يووالي په خلاف څه خبره ونه شي، خو په افکارو کښې د اتحاد وخت د اسلامي امت ګډ هدف دی.

هغه وويل، کله چې داعش ترهه ګره ډله جوړه شوه نوځينو په صحيح توګه داعش درک نه کړ. هم هغه وخت مې ياد ديچې د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمايل،د داعشيان د کار ډول د صهيونېسټانو د کار ډول دی، دا د يو مسلمان کار نه دی چې دومره وينه وبيوي او جنايتونه وکړي، نو معلومه شوه چې د هغوي امريکائي او صهيونېسټي ريښه لري.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر زياته کړه، نن په لبنان او افغانستان کښې د دغې دسيسې کتونکي يوو او پرون په عراق او سوريې کښې يې کتونکي وو. په دغې دسيسې پوهېدل ډېره مهمه خبره ده او د اسلامي علماؤ بېدارونه به په اسلامي امت کښې د ځوانانو د ژغورنې سبب شي.

ولسمشر رئيسي په کانفرنس کښې موجودو علماو او دانشورانو ته وويل: په اسلامي امت او اسلامي نړۍ کښې د علماو او د پېدارونې رول ډېر اثر لرونکی دی چې هم په انحرافاتو څارنه ولري اوهم په موقع خبرداری ورکړي چې اسلامي امت د دغو دسيسو په مقابل کښې محفوظ پاتې شي.

 ابراهیم ریئسي   په دې خبرې سره چې د پیغمبر اکرم مقدس وجود د وحدت چورلیز دی ، ووئیل ، باید  دهغه بزرګوار پاک سیرت  او دغه راز د د ین مخکښانو اولویانو سیرت  پام وکړو  او  د وحدت راز ، د اهل بیت علیهم السلام  او ددغو دیني لویانو   علمي سیرت ته پام   دی چې  دا چاره  اسلامی ټولنه  د اتحاد یووالی او ائيتلاف په لور هدایتوي .

 https://iqna.ir/fa/news/4006238

captcha