IQNA

د مسلمانانو قوت او قدرت  د وحدت په کلام کښې دی

21:49 - October 22, 2021
د خبر لمبر: 3484836
 تهران (ایکنا) - د لبنان د مسلمانو علماو د ټولنې مشر شیخ غازي حنینه د تهران د نن ورځې د جمعې لمانځه له خطبو مخکې په وینا کښې وویل د مسلمانانو قدرت په وسلو او پوځي تجهیزاتو کښې نه بلکې د وحدت په کلام کښې دی .

 ایکنا خبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،شیخ غازي حنینه پخپل ویناکې  وویل د اسلام دښمانانوهڅه کړي د مسلمانانو ترمینځ مذهبي او قومي تفرقې رامینځته کړي دي په داسې حال کښې چې مونږ د هغه څه پراساس چې قران ویلي دي یو امت یوو .

د لبنان د مسلمانو علماو د  ټولنې مشر د خپل هیواد د خلکو او د علماو لخوا د ایران خلکو او د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ته د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې د میاشتې په مبارکۍ ویلو سره وویل مونږ هم د تاسو په څنګ کښې د وحدت د اونۍ په نسبت جشن کوو داسې اونۍ چې امام خمیني رحمت الله علیه د وحدت اونۍ نومولي ده چې د مسلمانانو ترمینځ د وحدت د رامینځته کیدا سبب شي .

شیخ غازي حنینه په دې خبرې سره چې ترټولو قوي وسله چې مونږ یې په لاس کښې لرو په ټوله دنیا کښې د درستو مسلمانانو وحدت دی وویل اسلام د توحید او د اتحاد دین دی هماغه ډول چې خدای پاک ج مونږ ټول د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم ګرچاپیر راټول کړي یوو .

هغه وویل قران کریم نن ورځ د اسلام دساتلو عامل او د خدای پاک  د دین ساتل د هغه د کتاب په وجه دي  .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i107214

captcha