IQNA

  امام خميني (رح) د پيغمبراکرم (ص) ميلاد د مسلمانانو د وحدت په ټکي بدل کړ

16:01 - October 23, 2021
د خبر لمبر: 3484841
تهران (ایکنا) د لبنان د حزب الله مشر بیګا د خداے د ګران رسول (ص) د مبارک ميلاد په مناسبت په يوه وېنا کښې د سني او شيعه مسلمانانو ترمینځ د وحدت په رامنځته کولو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د بنسټ اېښودونکي حضرت امام خمیني (رح) په بې بديله کردارټینګار وکړ.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي  سيد حسن نصرالله د حضرت محمد مصطفی (ص) او د حضرت امام جعفر صادق (ع) د ميلاد او د وحدت د اونۍ په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره وويل: د حضرت امام خمیني (رح) د اقداماتو په برکتونو او په ايران کښې د اسلامي انقلاب د کاميابۍ له ثمراتو څخه وو چې د خداے د ګران رسول (ص) د ولادت د تاريخ موضوع چې د مسلمانانو ترمینځ يوه اختلافي موضوع وه په وحدت او يووالي بدله شوه.

اهل تسنن د ربيع الاول دولسمه نیټه او  اهل تشیع ددغې مياشتې اولسمه نیټه د پیغبراکرم (ص) د ولادت کليزه بولي.

حضرت امام خمیني (رح) چې خپله په اسلامي نړۍ کښې وحدت او يووالي ته رابلونکے ؤ له دې دغې مسئلې څخه د اسلامي  لورو د يووالي او نزدېکت لپاره استفاده وکړه او ددغو دوو تاريخونو ترمینځ فاصله يعنې د ربيع الاول له دولسمې تر اولسمې پورې موده يې د وحدت اونۍ ونوموله.

هغه د خپلې وېنا په يوه بله برخه کښې د فلسطيني مظلوم ملت رنځونو او دردونو ته چې ورسره مخامخ دي په اشارې سره وويل، هيڅ يو ننګيالے او پتيالے انسان فلسطين او د هغه مظلومو خلقو او مقدساتو ته بې پامي نه شي کولې

سيد حسن نصرالله همدارنګ په يمن کښې د سعودي تيريګر ائتلاف جنايتونو ته په اشارې سره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په يمن کښې د قربانيو د غندلو په ځاے دې د ميلينونو يمني خلقو غوښتنې او ارادې ته غوږ کيږدي او عملي ګامونه دې پورته کړي.

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i107232

captcha