ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،له ايران سره د پاکستان د ټرانسپورت په اساننیاو سره به دغه هیواد خپل سامانونه په اسانۍ سره د مرکزي اېشيا هیوادونو، آذربائيجان جمهوريت، عراق او ترکيې ته صادر کړې شي.
په همدې بنياد د د پاکستان د سوداګرۍ د ملي شورا د کمیټۍ په غونډه کښې چې د سوداګرۍ، ټیکسټائل او پانګونې په برخو کښې ددغه هیواد د وزيراعظم صلاحکاران پکښې شامل دي آذربائيجان جمهوريت او د مینځنۍ اېشيا هیوادونو ته د پاکستان سامانونو په صاداراتو کښې د ايران د رول په اهميت تاکيد وکړ.
په اوس حال کښې د پاکستان صادرؤنکي مجبور دي چې خپل سامانونه له ايران سره د پولې له لارې پاکستاني ټرکونه خارج کړي او په ايران ټرکونو کښې سامانونه بار کړي.
پاکستان - ټرانسپورټ - تفتان - پوله ایزه لاره - مرز - صادرونکی زاهدان - هیواد - ایران - تهران- پيښور