IQNA

د مسلمانانو اتحاد یوه قرآني  پریکنده فریضه  ده

13:53 - October 24, 2021
د خبر لمبر: 3484844
تهران(ایکنا)–د مسلمانانوولی امر وفرمائيل،دمسلمانانو وحدت او یووالی کوم تاکتیک نه دی،بلکې یوه اصولي چاره ده،دمسلمانانو  د یوموټي کیدا لازمه ده،که مسلمانان سره متحد شي هم یوموټی کیږي ،هم پیاوړي کیږي،د مسلمانانو اتحاد یوه قرآني چورلټه فریضه ده .

 

 

ایکناخبری آژانس راپور راکړ د پېغمبراکرم (ص) او د امام جعفر صادق (ع) له نېکمرغه ميلاد سره په يو وخت او د وحدت اونۍ په وروستۍ ورځ د اسلامی نظام يو شمېر چارواکو او د اسلامي وحدت په پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس کښې شرکت کؤنکو مېلمنو نن د اتبار په ورځ د ربيع الاول يا لومړۍ خور د مياشتې په اولسمه نېټه د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي سره کتنه وکړه  اوپه دغې کتنې کې .له کورونا سره د مقابلې د کمېټۍ د ضوابطو او اصولو مطابق او د روغتيائي دستورالعملونو په بشپړ توګه خیال ساتل  شوی  او دغه لیده کاته تر څو ساعتونوپورې روان وو.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله  العظمی سید علی خامنه اي پخپلې وینا کې وفرمائيل ،ددې علت چې مونږ  د ایران په اسلامی جمهوریت کې د مسلمانانو پروحدت ټينګار کوو،  دا دی چې  نن سبا بیا بیا هڅه کیږي ، چې دمسلمانانو د فرقو،دشیعه اوسني ترمینځ اختلافات رامینځة شي ،تاسو وګورئ ، دامریکا په سیاسی ادبیاتو کې د سني شونې او شعه شونې موضوع څو کاله کیږي ، چې  وارده شوي ده ، سره له دې چې  دوي د اسلام له اصل سره مخالفت دي ، دښمنان دي .خو د شیعه  اوسني له موضوع لاس په سر نه کیږي ، تاسو وینئ  په اسلامی نړۍ کې هرچرته چې د امریکا پيښه رسیدلي ،نو فتنه ئې رامینځةکړی ده  ،تر ټولووروستۍ مثال ئې  او خواشینونکي   اودردونکي پيښې ئې  دافغانستان  وروستۍ غمیزې دي  په تیرو دووجمعو کې  چې  مسلمانان  د خداي په درګاه کې سربسجود وو  چاودنې ئې وکړې دا چاودنې څوک کوي ؟،داعش ، داعش څوک  دي ؟ داعش هماغه ټولګه ده چې  امریکایانو  همدغو امریکائي ډ يموکراټانو  په ډاګه وئيلي دي چې  دا مونږ رامینځةکړي دي ،البته اوس  نه وائي اوانکار ترې کوي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې وفرمائيل ،  کله کله  په سوشل میډیا کې پروپيګنډې کیږي اوهڅه کیږي،مسلمانان له  یوه  بل سره لاس او ګریوان کړي ،دا څه دي ؟ دا ټوله  هغه دسیسې  دي چې دځينوغولیدلو اوپيّلو کسانوپه  وسیله ترسره کیږي   او دخپلو اربابانو دخوشالولولپاره په اسلامی امت کې درز اوتفرقه رامینځة کوي ،چې دغه کسان له ا سلامی امت سره هیڅ اړه نه لري اود استعمار اواستکبار تالی څټي اوګوډاګیان دي . ددرستومسلمانانودنده ده چې پخپلوکې  سره یوموټی شي  اواجارت  ورنکړي ، په ځينوواړوواړواختلافاتوڅخه څوک په ناسمې استفادې سره  په اسلامی امت کې درز اوتفرقه رامینځةکړي . مونږباید په درستوډګرونوکې  سره یوشان شو اوکه څوک  له دغې  چارې انکار وکړي او یا  ورته اهیمّت ورنکړي ،ګویا له قرآن اوسنت رسول الله  څخه ئې هیڅ زده کړي نه دي . 

د مسلمانانو ولی امر دغه راز په دوام کې وفرمائيل ؛ مونږ پر اسلامی هیوادونوسربیره له نوروهیوادونوسره هم د تعامل خبره  کوو،خوبایدمتقابل احترام ته په پام سره دې  د اسلامی نړۍ حیثیّت  اومقام ته اهمیّت ورکړل شي .د فلسطین موضوع داسلامی نړۍ لومړی لومړیتوب دی  او د قدس اوفلسطین پر موضوع هیڅکله هم سازباز نشي کیدلی باید د فلسطین فیصله  په دغه ټاټوبي کې د اصلي اوسیدونکو  فیصلې ته د احترام په سترګه وکتل شي  او ددوي  ټاټوبی دې خپلو اصلي خاوندانو ته وسپارل شي.

راپور ښئ د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) او د امام جعفر صادق (ع) د نېکمرغه ميلاد په موقع د اسلامي انقلاب معظم رهبر دغې غونډې ته په وېنا کښې د اسلامي امت لپاره د بشري ژوند په ټولو اړخونو کښې د اسلام د جامعيت بيانول او ترويجول دوه مهمې دندې وبلل.

حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د نوي اسلامي تمدن د رامنځته کولو د مهم هدف عملي کېدل د سني او شيعه مسلمانانو په اتحاد سره ممکن وبلل او وې فرمايل: د مسلمانانو د اتحاد لپاره اصلي موضوع  د فلسطين قضيه ده او د فلسطينيانود حقوقو د حاصلولو لپاره چې هر څومره په زيات جديت سره کوشش اوشي اسلامي اتحاد مضبوطيږي.

دوي له غاصب صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو جوړولو لپاره د سيمې د ځينو حکومتونو اقدام يوه لويه ګناه او غلطي وبلله او زياته يې کړه: دغه حکومتونه پکار دے د اسلامي وحدت په خلاف له دغه حرکت او لارې راستانۀ شي او د خپلې لوئې غلطۍ تلافي دې وکړي.

د اسلامي وحدت  نړيوال کانفرنس د تېرې نهې په ورځ په اسلامي نړۍ کښې د اسلامي اتحاد،سولې او له تفرقې او شخړې د ډډې کولو په شعار سره په تهران کښې پيل  شوي  او تر پينځو ورځو پورې يې دوام ولرۀ په دغه غونډه کښې چې په حضوري او آنلائن دواړه توګه وشوه د نړۍله دوه پنځوس هېوادونو څخه په سلګونو عالمان،پوهانو او دانشورانو ګډون وکړ.

 https://iqna.ir/fa/news/4007580

captcha