ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د قرغزستان ولسمشر صدیر جبار اف په دغه کانفرنس کښې د امریکې د پوځي اډې په نه جوړیدو باندې پر ټینګار سربیره له فساد سره د مبارزې، د سیاحت د پراختیا، سرحدي ستونزو، له هیواده بهر ته د رسمي سفرونو لپاره د پلاننګ او د قرقیزستان د شورا د عالي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په شان موضوعاتو په هکله هم خبرې وکړې. هغه په عین حال کې جوته کړې ده،د دوي لپاره له هرڅه زیات ملی مصلحتونه اوګټې مهمې دي او دم ګړۍ د امریکا پوځي مرکزونو یا اډو ته کوم ضرورت نه ويني .
هغه هم داشان له ګاونډي هیوادونو سره د ملګرتیا اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: چین د کرونا وبا په دوران کښې له بیشکک سره ډیره مرسته کړې ده.