. ایکنا خبری آژانس راپور ورک، دغه کتاب د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د نیکمرغه زوکړې او د وحدت اونۍ په منانسبت په بنګله دیش کې د ایران دکلتوري خونې په همت سره په بنګله دیشي ژبې خپور او وویشل شو، په دغه کتاب کې له زوکړې تر بعثت پورې او په مکې او مدینې کې دژوند د پړاؤ او د اسلامی تمدن د بنسټ دکیښودو پورې د اسلام دګران پیسغمبر د سیرت او ځانګړنو په باب د اسلامی انقلاب د ویناؤ او بیاناتو ټولګه شامله ده .
د اسلامي انقلاب د څيړنیزې کلتوري موسیسې نړیوالې مرستیالۍ د محمد حسن مقیسه په څارنې او باز بینۍ سره دغه کتاب د لومړي ځل لپاره په ۱۴۰۰لمریز کال کې چاپ شو .
د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې داعلان په اساس ، په بنګله دیش کې دغه کتاب انساني علومو او اسلامی معارفو د نشرونې او ترجمې د برابرونکي مرکز ټاپ د پلان په چوکاټ کې او په بنګله دیش کې د ایران د کلتوري خونې په سپارښتنې او څارنې سره د عیسی شاهدي له خوا په ترجمه کونې او د عبدالقدوس بادشا په بازبینۍ سره خپور شوی دی .
په بنګه دیش کې ؛شوچي پوترا خپرندوئې دغه کتاب د اسلام دګران پیغمبر د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت خپور کړی او په همدې مناسبت ئې هم په دغه هیواد کې ویشلی دی .