ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ملګروملتود د خواړو د نړیوالې ټولنې اجرائي مدیر ډيویډ بیسلې د لوږې له امله د افغانستان د نیمو خلکو په تیره بیا د ماشومانو د مړینې په باب خبرداری ورکړ .
په راپور کې وئيل شوي دي ، ډیویډ بیسلې وئیلي دي ،د افغانستان له ۳۹میلیونو خلکو څخه کابو دوویشت میلیون اته لکه خلک د خواړو له جدي کمښت سره مخامخ شوي دي چې دوام به ئې په دغه هیواد کې قخطۍ او لوږه عامه کړي .
و ئیل کیږي ، دغه شمیر له دې دوه میاشتې مخکې څوارلس میلیون اعلان شوی ؤ .
ډيويډ بیسلې ټينګار کړی،په دغه شان شرائطو کې،خلک له لوږې او قخطۍ سره لاس او ګریوان کیږي او شرائط به لا ترینګلي شي .
ددغه راپور په اساس،د ملګروملتو د خواړو نړیواله اداره په میاشت کې دوه سوه شل میلیون ډالرو ته اړتیا لري څو د درویشت میلیون خلکو ته چې د ژمي د رارسیدا په درشل کې به له لازیاتو ترینګلتیاؤ سره مخ شي ،خوراکي مواد تامین کړي .
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا پشمول لویدیځي هیوادونه په مختلفو پلمو سره د افغانستان شتمنۍ او پانګې بلوکه کړي دي .