ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسېن امير عبداللهيان نن په تهران کې د افغانستان د ګاوڼديانو په دویمې غونډې کښې د دې خبرې په بيانولو سره چې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت له جوړېدو ملاتړ کوو ڼيګار وکړ، د افغانانو او له ګاونډيانو سره د پولو د امنيت ذمه واري په لومړۍدرجه په کابل کښې د سرپرستو واکمنانو په غاړه ده او ټول پکار د ی له موجوده حالته د وتلو لپاره افغانستان سره مرسته وکړوو.
د ايران خارجه وزير په دوام کښې د يو بل د حاکميت احترام، د زمکنۍ بشپړتيا ساتنه د نورو په چارو کښې نه مداخلت د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه سياست د بنيادي اصولو برخه وبلله او وې ويل: که نن د تهران په غونډه کښې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د تشکيل لپاره يو مضبوط پېغام ولېږل شي نو د وروستيو لسيزو له نيواکګرۍ او مشکلاتو سره په مقابله کښې د افغان ولس تاريخ او رول ته د پام په خاطر دي.
امير عبداللهيان واضحه کړه، په افغانستان کښې له موجوده بحرانه وتل کورني يووالي او د هېواد له لوړو او ډېرو استعدادونو څخه استفادې او ټولو ظرفيتونو استعمالولو ته ضرورت لري.باوري يوو چې په لومړۍ مرحله کښې پکار د ی ټول ګاونډيان او نړيواله ټولنه د افغانستان په اوسنيو حالاتو کښې انساني سياسي حالت، د ترهه ګرۍ او نشه ايزو توکو د قاچاق پراختيا او د بشري او ښځو د حقوقو خيال ساتنې ته خاصه پام لرنه اوشي.
هغه دا خبره په ګوته کړه چې د افغانستان اوسني زياتره مشکلات په بهرنيو مداخلتونو کښې جرړه لري او امريکه پکار دے په لوړ غږ سره د هغو غميزو په وړاندې چې په تېرو دوو لسيزو کښې په افغانستان رامینځة شوې خپله ذمه واري ومني او په مقابل کښې يې د نړيوالې ټولنې د هلوځلو ترڅنګه د افغانستان د خلقو د مشکلاتو او دردونو د ختمولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
داپه داسې حال کې دي چې په دغې ناستې کې د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف ، د چین خارجه وزیر او دغه راز د ملګروملتو سرمنشي انتو ګوتریش هم د ویډیوئي لینک له لارې ویناوې وکړې.