IQNA

  ایران له پاکستان سره د اړیکو لپاره هیڅ محدودیت نلري

16:55 - October 27, 2021
د خبر لمبر: 3484864
تهران (ایکنا) -د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ووییل مونږ د افغانستان د خلکو د امنیت او د ارامښت او په دغه هیواد کښې د سولې او د دوستۍ په هکله فکر کوو او پاکستان په دې زمینه کښې ښې ملګرتیاوې کولای شي .

ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئیسي په تهران کې د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره په کتنې کې په دې خبرې باندې اندیښنې سره چې له افغانستانه د امریکا د عسکرو په وتلو سره د داعش ډلې لخوا ناامنیتې رامینځته شوي ده وویل مونږ په افغانستان کښې رامینځته شوي مشکلات د امریکا کار ګڼو ځکه چې داعش ترهګره ډله د امریکا لخوا جوړه شوي ده .

د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې په ټینګار سره چې ایران له پاکستان سره د اقتصادي او د امنیتي اړیکو د زیاتولو لپاره هیڅ محدودیت نلري وویل د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي او د سیاسي پلاویو تبادله د ملګرتیاو له پراخیدا سره مرسته کولی شي

ابراهیم رئیسي په ایران کښې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د غونډې ترسره کیدا ته هم اشاره وکړه او ویې ویل دغه غونډه کولای شي له سیمې د امریکا لاسونه غوڅ کړي او د افغانستان د مشکلاتو  لپاره حل لاره پیدا کړي .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هم په دغه کتنې کښې وویل د افغانستان د ګاونډیو په توګه د ایران او د پاکستان په خلکو کښې دغه احساس شته چې په دغه هیواد کښې د سولې او د پخلاینې لپاره هڅه وکړي .

هغه وویل افغانستان مرستو ته ضرورت لري او دغه مرستې باید د ګاونډیو هیوادونو او د نړیوالې ټولنې لخوا ترسره شي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i107402

captcha