ایکنا خبری اژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي نن سهار د یوط اعلامیې په خپرولوسر ه ، ووئیل ، د قطر په دوحې کې د څوارلسو هیوادونو دسفیرانو په غونډې کې چې زیاتره د اروپائی هیوادونو سفیرانو وو ، د دوي د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي په پیل کې د افغانستان د د وروستیو امنیتی حالاتو ، په دغه هیواد د فساد دختمولو او همداراز د دوی په ضد دبندیزونو دلغوه کیدا په باب خپل دریځونه وړاندې کړل او وې وئیل دوي د خپل حکومت د په رسمیّټ پيژندنې درست شرطونه پوره کړي دي ، نو باید نړیواله ټولنه ئې په رسمیّت وپيژندي ، په تیره بیا ا مریکا دې د افغانستان تړل شوي شتمنۍ آزادې کړي .
متقۍ يه دغه ناشته کې دغه راز وئیلی دي ، دوی له څلویښتو کلونو وروسته په افغانستان کې یو حاکم نظام رامنځته کړی دی او هماغه راز د ځینو شخړو اوترینګلتیاؤ د له مینځه وړلو لپاره ځيني نور کارونه هم پاتې دي .
داپه داسې حال کې دي چې په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو پرونۍ ناستې کې هم د طالبانو پر موقته حکومت غږ شوی ، په دافغانستان کې دې د ټولشموله حکومت دجوړیدا او دغه راز د بشری حقوقو د رعایتولو لپاره داسې کړنې وکړي چې نورو ته په اوڅاره توګه وبریښیږي .