ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د خارجه وزارت ویندوی سعید خطیب زاده په یول څرګند ونو کې په دې اړه چی ایا طالبان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په دوهمه غونډه کې د ګډون لپاره بلل شوی وو ، وویل طالبانو او د افغانستان نورو ډلو په غونډه کې د ګډون لپاره دلچسپۍ څرګنده کړی وه .
خطیب زاده زیاته کړه پر دې سربیره د تهران په غونډه کې د ګډون لپاره نورې غوښتنې هم شوی وې ، لکه اروپایی اتحادیه چی د څارونکی په توګه په نوموړی غونډه کې شتون ته لیواله وو .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی همداراز وویل دا ټول موردونه د تهران په غونډه کې وړاندی شول ځکه چی د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو فرمټ د اجماع په اساس دې او ټول هیوادونه باید د یوې موضوع په اړه یوې فیصلې ته ورسي .
خطیب زاده جوته کړه ایران نه یوازې له طالبانو سره بلکې د افغانستان دننه له ټولو بیلا بیلو ډلو سره په ارتباط کې دې .