ایکنا خبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ، یدیعوت آهارنوت عبری ژبې ورځپاڼې په یوه راپور کې وئيلی دي ، د امریکا دیهودی مشرانو یو شل کسیز پلاوي دعربستان پلازمینې ریاض ته سفر کړ ی دی .
په راپور کې وئيل شوي دي دغه سفر په همداوروستیو کې ریاض ته شوی او د پلاوي غړو ئې ددغه هیواد له شپږو وزیرانو او یو شمیر نورو چارواکو سره لیده کاته کړي دي . دا هم وئیل شوي دي د سعودي عربستان چارواکو ددغه پلاوی غړي ، د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن د حکومت په موافقې سره د آبراهم (د اړیکو عادي کول)په نامې سره د موافقې دپیاوړتیا لپاره اماراتو ته له سفره وروسته ریاض ته بللي دي .
داهم وئیل شوي چې ددغه پلاوي غړو یهودي مشرانو ځیني پټ لیده کاته کړي چې تر دې دمه ئې جزیات نه دي خپره شوي چې آیا دغه پټ لیده کاته هم دتجارتي بڼې په اساس دي او که ځيني کلتوري او سیاسی بڼه ئې هم درلودلې ده .