IQNA

په افغانستان کې یو شمېر رسندوئې بند شوي دي  

16:48 - November 06, 2021
د خبر لمبر: 3484917
 تهران (ایکنا) - په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په کابل او شمالي ولایتونو کې له ۱۸ رسنیو څخه ۱۰ رسنۍ د طالبانو له لوري بندي شوي دي.

ایکنا خبری اژآنس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړي ادارې وایي: د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کابل په شمال، پروان او کاپیسا ولایتونو کې له ۱۸ رسنیو څخه ۱۰ رسنۍ د طالبانو د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو د امله بند شوي دي.

د دې راپور سره سم، د یادو رسنیو د بندیدو د امله په لسګونه خبریالان او رسنیز فعالان بې روزګاره شوي دي.

په کاپیسا کې د خبریالانو د ملی اتحادیې د اطلاع رسونې مسئول فرهاد بهروز وایي چي په دغه ولایت کې د یوې راډیویي او یوې چاپي رسنۍ فعالیتونه د اقتصادي ستونزو د امله بند شوی دی.

په یادو ولایتونو کې د طالبانو د اطلاعات او د فرهنګ د وزارت له لوري محدودیتونه او معلوماتو ته نه لاسرسی د خبریالانو د فعالیت په وړاندې له پرتو خنډونو څخه شمېرل کیږي.

تر دې مخکې د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنه هم ویلي چي د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ۷۰ سلنه خبریالان بې روزګاره شوي او ۷۰ سلنه رسنۍ بندي شوي هم دي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i107922 

captcha