IQNA

هيڅوک د افغانستان د اقتصادي دړې وړې کېدو غوښتونکي نه دي   

15:05 - November 11, 2021
د خبر لمبر: 3484942
تهران (ایکنا)-د پاکستان خارجه وزير په اسلام آباد کښې په ټروئيکا غونډې کښې وويل، هيڅوک د افغانستان د اقتصادي دړې وړې کېدو غوښتونکي نه دی .

ایکنا خبري آژانس  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د پاکستان خارجه وز یر شاه محمودقرېشي د دې په بيانولو سره چې ټول په دې پسې دي چې په افغانستان کښې د کډوالۍ د نوي بحران مخنيوي  وشي، وويل: ټول غواړي چې د افغانستان په دننه کښې له فعالو ټرويسټي عناصرو سره په موثره توګه مبارزه اوشي.

د ټروئيکا غونډه د پاکستان، چين، روسيې او امريکې د استازوپه شتون سره نن د پاکستان په پائتخت اسلام آباد ښار کښې روانه ده

په دغه غونډه کښې شرکت کؤنکي کوشش کوي چې په طالب ډلې دباو راوړي چې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو، له ښځو څخه ملاتړ، ښځو ته د حقوقو د ورکولو او د نورو هېوادونو په خلاف د ترهه ګرو ډلو لخوا د افغانستان له خاورې د نه استفادې په شمول په خپلو ژمنو عمل وکړي.

په داسې په داسې حال کې دي چې په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان په اسلام اباد کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې دغړو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه هم کیدونکي ده چې په دې ناستې کې به د  اسلامی نړۍ په تیره بیا د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب مهمې فیصلې وشي .

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i108180

captcha