ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن په خبري ناسته کې د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر فیصل بن فرحان آل سعود ادعا ته په اشارې سره وویل: هیڅ یوه نوې پېښه نه ده شوې، د مذاکراتو د بیا پېلېدو لپاره د عربستان غوښتنې ته منتظر یو.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: تر دې مخکې سیمه ایزي او دوې اړخیزي موضوع ګانې څېړل شوي دي کومه نوې موضوع نه ده مطرح شوې.
هغه همدارنګه د ترکیې له لوري د اوبو د نوي بند د جوړېدو او د ایران د اوبو د حق په هکله وویل: دغه مساله او نور سرحدي مسایل به ایران ته د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په سفر کې وڅېړل شي.
خطیب زاده اروپا ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي مرستیال علی باقري کني د سفر په هکله وویل: څېړنې جمع بندی ته ورسېدې او د ۱+۴ له هیوادونو سره د مذاکراتو نېټه وټاکل شوه.
هغه زیاته کړه چي خبري اترې به دوام وکړي خو موافقه دا ده چي ټول بندیزونه په یو ځلي له ایران لیري کړای شي، زموږ لپاره دا اهمیت لري چي څرنګه ویانا کې یوې غوره موافقې ته ورسېږو.