IQNA

د فلسطینیو هنرمندانو په لاس د الاقصی جومات دکړکیو مرمت کول

15:58 - November 20, 2021
د خبر لمبر: 3484994
تهران (ایکنا) – د فلسطین یو شمیر هنرمندانو دالاقصی جومات د بیا رغاونې د کمیټې تر نظر لاندې ، ددغه جومات مات شوي کړکي او پنجرو دبیا رغاونې کار ترسره کوي .  

ایکناخبری آژانس د مډیسون له قوله راپور راکړ ،  د فلسطینیو هنرمندانو په لاس  دمسجد الاقصی  د کرکیو  دمرمت کار دوام لري . د الاقصی جومات د ځينو کړکیو پخوانۍ شیشې  د په دغه مقدس ځاي کې پر فلسطینیانو باندې د صهیونیسټي عسکرو  په وروستیو حملو کې  ماتې شوي دي . دغه کړکي  له رنګي شیشو او ګچو څخه جوړې شوي دي .

فلسطینیو هنرمندانو  په مخصوصو ورکشاپونو کې  چې  د بیارغاونې  دکمیټې له خوا ددغو کړکیو د جوړولو  په  جوړولو  کار کوي .  او دغه کار ټول په لاسونو سره ترسره کیږي  او تر شپږو میاشتو پورې  وخت  ته اړتیا غواړي .

دغه کړکي  د الاقصی جومات  د معمارۍ په ښکلا کې  ډير مهم رول لري  او پر دوي د قرآن کریم آیتونه او نبوي حدیثونه  نقش شوي دي .  

ددغه کار یو ډير په زړه پورې ویډیو ئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

https://iqna.ir/fa/news/4014659

captcha